د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بنسټ تېرکال ۳.۱ میلیونو ماشومانو او د هغوی پالونکو ته د ځمکنیو ماینونو د خطرونو په اړه روزنه ورکړې ده. یاد بنسټ زیاته کړې چې دا چاره یې له خپلو شریکانو سره په ګډه کړې ده. یونیسف ویلي چې لا هم په افغانستان کې ناچاوده توکي د ماشومانو لپاره مرګونی ګواښ دی. د تېر کال په دلوې میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې پر ماینونو پوښلې ځمکې پاکې کړي او خلکو ته یې د ګواښونو په تړاو روزنه ورکړي. په افغانستان کې لاهم له جګړو پاتې ناچاوده توکي د هېواد والو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي.