د سمنګانو ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ترازو امریت له لارې ۳۶ میلیونه ۲۵۰ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد رحمن محمدي رسنیو ته ویلي، چې دغه ترازوګانې د دلخکي کوتل، آق مزار او د دره صوف پایین ولسوالۍ کې نصب شوې دي. نوموړي وایي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له همدې ترازوګانو ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي وو، چې دغه شمېر په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي ښیي. نوموړی زیاتوي چې دا اداره د عامه سړکونو د ساتنې او د غیرقانوني درنو بارونو د مخنیوي لپاره مهم رول لري، او په همدې موخه یې په بېلابېلو لارو ترازوګانې نصب کړې دي.