د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر او په سویس کې د چین دایمي استازي، چن شو د فلسطین او اسرائیلو موضوع په اړه د چین دریځ په ډاګه کړ. نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸مه غونډه ویلي، چې چین د فلسطین او اسرائیلو کړکېچ له نږدې څاري، هغه زیاته کړې په دې وروستیو کې پر غزې تړانګې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله سلګونه عام وګړي وژل شوي دي. نوموړی وایي چین د اسرايلو دغه بریدونه سخت غندي او د اوربند لپاره د امید ختمېدو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. نوموړي ویلي، چې اړوندې خواوې باید د لا سخت بشري ناورین د مخنیوي لپاره له داسې هر ډول ګړنو لاس واخلي چې د وضعیت د لا ډېر ترینګلتیا سبب کیږي. نوموړي پر اسرائیلو غږ کړی چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږد ته لار حواره کړي. چن شو زیاته کړې، چې باید د فلسطینیانو د بنسټیزو حقونو درناوی او ملاتړ وشي.