د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه په ډلهییزه توګه د افغان کډوالو اېستل د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له دغه هېواده غواړي چې دغه بهیر ودروي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نهباید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي. هغه ټینګار کړی چې د نړۍوالو موسسو او سازمانانونو په همغږۍ د کډوالو هرکلي لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی. په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محس نقوي ویلي، د افغانستان پېژندپاڼو لرونکو کډوالو اېستلو لپاره چمتوالی نیول شوی دی. هغه د اېستلو بهیر پرمهال کډوالو سره د ښه چلند پر اړتیا ټینګار کړی دی.