د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د افغانستان ۱۵۹زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، دغه اندازه وچه مېوه د څه باندې ۴۷۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د هند، روسیې، چین، متحده عربي اماراتو، جرمني او امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده. د جواد په خبره، دغو هېوادونو ته په صادرو شویو وچو مېوو کې انځر، ممیز، زردالو، پسته، بادام، جلغوزي او چهارمغز شامل دي.