د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده، ټولې دولتي ادارې د دغې میاشتې تر درېیمې رخصت دي. دغه وزارت ویلي، تر رخصتیو وروسته به د دولت رسمي کار د سهار په اته بجو پيل او له ۱۲ تر یوې بجې د غرمې ډوډۍ له وقفې سره، د مازیګر تر څلورو دوام کوي. دغه وزارت ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ به رسمیات له وقفې پرته د سهار ۸ بجې پیلیږي او د ماسپښین تر یوې بجې به دوام کوي.