امریکایي ځواکونو د روان میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې پر افغان خاوره تر اووه سوه ډېر بمونه غورځولي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا پر طالبانو د فشار په موخه په ۲۰۱۹ کال او همدا راز د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دوو میاشتو کې پر افغان خاوره سلګونه بمونه غورځولي دي. له طالبانو سره تر هوکړې مخکې په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې امریکایي هوایي ځواکونو پر افغان خاوره تر ۷۷۵ پورې بمونه غورځولي دي. امریکايي رسنۍ وايي د امریکا هوایي ځواکونو غوښتي په دې توګه پر طالبانو فشار راولي او دوی سولې ته تیار کړي. بلخوا داسې راپورونه هم شته چې په دغه هوایي بریدونو کې تر ډېره افغان ملکیانو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي. امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو په عملیاتو کې پر افغان خاوره تر ۱۴۰۰۰ پورې بمونه غورځولي دي. خو اوس له طالبانو سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته په دغه بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.