د چین د سوداګرۍ وزارت د اپریل په ۶مه نېټه په بېجینګ کې د امریکايي تصدیو د استازو د غږ اورېدو په موخه ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د ټیسلا په شمول له ۲۰ څخه زیاتو امریکایي شرکتونو استازو ګډون وکړ. د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال لينګ جي په دې ناسته کې وويل: که نړیوال شرایط هر ډول وي، د بهرنۍ پانګې د استعمالولو په اړه د چين تګلاره نه بدلېږي.
ده ویلي چې د چین د سوداګرۍ وزارت به د تل په شان په چين کې د امريکايي تصديو په شمول د بهرنيو پانګوالو تصديو لپاره ضمانت برابر کړي او له قانون سره سم به د بهرنيو پانګوالو تصديو د مشروع حقوقو او ګټو ساتنه وکړي.
ښاغلي لینګ دغه راز ویلي چې په دې وروستيو کې امريکا د بېلا بېلو پلمو له مخې د چين په ګډون پر خپلو ټولو سوداګريزو همکارانو تعرفې وضع کړې دي. نوموړی وايي چې د چين ځوابي تدبيرونه نه يوازې د امريکايي شرکتونو په شمول د بېلا بېلو شرکتونو د مشروع حقوقو او ګټو د ساتنې لپاره، بلکې د څو اړخيزو سوداګريزو سيستمونو سمې لارې ته د امريکا د بېرته ستنولو لپاره دي.