د چين د سوداګرۍ وزارت ویاند د اپريل په ۸مه نېټه د چین پر ضد د امریکا د تعرفو زیاتوالي د ګواښ په اړه غبرګون وښود.
د خبر له مخې، امريکايي لوري د اپريل په ۷مه نېټه ګواښ کړی، چې پر چين به ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړي. چيني لوري له دې سره کلک مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي، چې هېواد يې د امريکا د ګمرکي تعرفو سختېدو سره مبارزې او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د ځوابي تدبیرونو وړتیا لري.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي چې هېواد يې له امريکا څخه غوښتي، چې سمدلاسه خپله غلطه کړنه سمه کړي او پر چين د ګمرکي تعرفې يو اړخيز تدبيرونه او تجارتي محدودیتونه لغوه کړي، د متقابل درناوی پر بنسټ د مساوي ډيالوګ له لارې توپيرونه حل کړي.