د پکتيا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ پراختیايي پروژو چارې پيل شوې. د کلیو او پراختیا وزارت ویلي، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، اوبو لګولو ساختمانونو او محافظوي دیوالونو جوړول شامل دي. د مسوولینو به خبره د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.