د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي پکتیا ته د سفر پرمهال د دې ولایت په حوزوي روغتون کې په لومړي ځل د اکمال تخصص پروګرام پرانیسته کړې. جلالي د یاد پروګرام د پرانیستې پر مهال د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامو ته په اشارې سره ویلي، هڅه کوي چې د اکمال تخصص برنامه لا پراخه او معیاري کړي ترڅو د هېواد روغتیایي سیستم لا پیاوړی او شته ستونزې تر ډیره حل شي. نوموړي د پکتیا ولایت سیمهییز روغتون لپاره د سي ټي سکن خدماتو په اړه هم ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به یې تدارکاتي چارې پیل شي.