د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپرېل په نهمه نېټه له امريکا سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه د خپل دريځ سپين کتاب خپور کړ.
دغه کتاب پر سريزې او د پای برخې سربيره نورې شپږ برخې لري چې سرليکونه يې په جلاجلا توګه په لاندې ډول دي:
د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اصل ګډې ګټې دي.
چين په دقت د دواړو هېوادونو د لومړي پړاو د اقتصادي او سوداګريز تړون عملي کوي.
امريکا د دواړو هېوادونو د لومړي پړاو له اقتصادي او سوداګريز تړون سره سرغړونه کوي.
چين په دقت د ازادې سوداګرۍ مفکوره عملي کوي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصولو مراعات کوي.
يواړخيزم او پروټېکشنيزم دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته زيان رسوي.
چين او امريکا کولی شي د مساوي خبرو او ګټورو همکاريو له لارې اقتصادي او سوداګريز توپيرونه حل کړي.
په دغه سپین کتاب کې ليکل شوي، د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۴۶ کلونو راهیسې پرله پسې پرمختګونه کړي دي. په ۱۹۷۹م کال کې د دواړو هېوادونو سوداګريز ارزښت څه کم ۲۰ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی او په ۲۰۲۴م کال کې بيا نږدې ۶۸۸ میليارډو او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته لوړ شوی دی. خو امريکا پدې وروستيو کلونو کې د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپه پورته کړې چې د دواړو هېوادونو پرعادي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ډېرې منفي اغېزې کړې دي.
سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې، امريکا پدې وروستيو کې پر چيني توليداتو ډېرې اضافي تعرفې وضع کړې، د امريکا دغه کړنه يوځل بيا د يواړخيزم او باداري د سجيې ښودنه کوي او نه يوازې د ابازار له اقتصادي قانون څخه سرغړونه ده، بلکې د څواړخيزم له اصولو سره په ټکرهم ده، دغه راز د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سوداګريزو اړيکو به سختې اغېزې کوي. چين اړ شوي چې د نړيوالو قوانينو له مخې اړين ځوابي تدبيرونه غوره کړي دي.
سپين کتاب وايي، چين تل پدې باور دی، چې د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو سجيه ګډې ګټې دي او هيله لري، چې امريکا له چين سره په يوه لوري ګامونه پورته کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د شوې هوکړې له مخې د مساوي خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي، څو خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته سالم، ثابت او دواملرونکی پرمختګ ورکړي.