د ګاونډيو هېوادونو چارو په اړه د چین د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې کاري غونډه د اپرېل په اتمه او نهمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د يادې کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون او یوه مهمه وینا یې وکړه.
په دې غونډه کې ويل شوي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د چين اوسنۍ اړیکې له عصري زمانې راهیسې په ډېر غوره پړاو کې دي.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې چې باید د نوي عصر لپاره د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ د مفکورې لارښوونې ته غاړه کیږدو، کورني او نړیوال وضعیتونه، پرمختګ او امنیت همغږي کړو، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ اقدام په کلکه پلی کړو او له ګاونډيو هېوادونو سره د سولې، ارامۍ، سمسورتيا او دوستۍ پر اصولو د يوې لا روښانه او ښکلې ايندې د رامنځته کولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړو.