د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپریل په اتمه ڼېټه په اوکراین کې بشري وضعیت ته بیاکتنه او په دې اړه يې بحثونه وکړل.
په امنیت شورا کې د چین د دايمي پلاوي لنډمهاله شارژدافير ګنګ شوانګ پدې غونډه کې وویل، چې پر ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو باید په هېڅ صورت برید ونه شي.
ده زیاته کړه، نړیواله ټولنه او بشري سازمانونه باید تر خپلې وسې پورې بشري مرستې او ژغورنې وکړي. هغه وايي، د جګړې ښکېلې خواوې باید په جديت سره نړیوال بشري قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو او ملکي بنسټیزو تاسیساتو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي.
نوموړي وویل، چې اوس د اوکراین د مسلې د خبرو اترو د حل لپاره یوه مهمه شیبه ده. چین له دې څخه ملاتړ کوي چې د اوکراین مسئلې ټول اړخونه د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي، څو اصلي ستونزې لرې کړي او د ټولو خواوو لپاره د منلو وړ عادلانه او دوامداره سولې ته ورسېږي.