د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د پالیسۍ معین، د ایران د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رئیس محمد رضا نظري سره کتلي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې، د افغانستان او ایران ترمنځ د ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي. ویل شوي چې دواړه لوري د ګډو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کې د یو لړ مهمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه هوکړې ته رسېدلي چې ورسره به ګډې اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.