افغان کرکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې افغان ابدالیان (الف لوبډلې) په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۹۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه. د خبر له مخې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۱۲ منډې جوړې کړې وې او په ځواب کې یې سیالې ایرلنډ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۹ او په دویمه پاڼۍ کې یوازې ۱۰۹ مندې جوړې کړې او له افغان لوبډلې څخه یې په ستر توپیر ماتې وخوړه.