د چین د سوداګرۍ وزارت د اپریل په ۹مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره پریکړه وکړه چې د امریکا فوټونیکس، نووټیک او اکوډین په شمول ۱۲ امریکايي شرکتونه د صادراتو د کنټرول په لیست کې شامل کړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وويل، د ملي امنيت او ګټو د ساتلو او د وسلو د خپرېدو د مخنیوي په شمول د نړیوالو دندو د پلي کولو لپاره، د چين د صادراتو د کنټرول قانون په شمول د اړوندو قوانینو له مقرراتو سره سم، د سوداګرۍ وزارت پرېکړه وکړه چې ۱۲ امریکايي شرکتونه د صادراتو د کنټرول په لیست کې شامل کړي. دغه شرکتونه په داسې فعاليتونو بوخت دي چې ښايي د چين ملي امنيت او ګټې ته خطرونه رسوي.