چین د اپريل په ۱۱مه نېټه د شي چانګ د راکټونو د توغولو له ډګر څخه د CZ-3B بار وړونکي راکټ په وسيله د مخابراتي ټېکنالوژۍ ۱۷ م نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ وتوغوله. ياده سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته ننوتله او په دې سره د توغولو دنده په بریالیتوب سره تر سره شوه.
د معلوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ به په عمده توګه د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ازموينې او تصدیق لپاره کارول کیږي.