د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، نورالدین ترابي، په کابل کې د ماین پاکۍ د نړۍوالې ورځې د نمانځغونډې په مراسمو کې ویلي، د هېواد لویه برخه چې پر ماینونو او ناچاوده توکو ککړه ده، د خلکو لپاره، په ځانګړي توګه د کوچیانو او مالدارانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي. ترابي زیاته کړه چې سرپرست حکومت د ماین پاکۍ له موسسو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې فعالیتونه په چټکۍ سره ترسره شي. د غې غونډې ته له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستمخېل ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۷۵۰ پرسونل ضد ماینونه، ۴۲۳ وسایط ضد ماینونه، ۸۲۹ په لاس جوړ شوي ماینونه او ۶۶ زره ۷۸۹ ناچاوده توکي کشف او له منځه وړي دي.