د پاکستان د بلوچستان په مستونګ او کویټه کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو ویلي، لومړۍ پېښه پرون د بلوچستان ایالت مستونګ ولسوالۍ د کهنډ مهسوري سیمې ته نږدې په دشت سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې د پولیسو د لېږدونې پر یو بس موټر بمي چاودنه وشوه. پولیسو رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. بلخوا بیا د پلوچستان د کویټې ښار د نیو سریاب پولیسو په څوکۍ د نامعلومو وسله والو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل پولیس ټپي دی. چارواکو زیاته کړې، چې د دغه پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.