مونږ د می میاشتې نهمه نیټه د بریآ ورځې په توګه لمانځو. دا لوی جشن دی. د ۱۹۴۵ کال د می میاشتې نهمه نیټه سره اردو نړۍ د فاشیزم له ګواښ څخه وژغورله او فاشیزم ته ماته ور کړه. په سږ کال کی په وطنی ستره جګړه کی د بریآ اتیایمه کالیزه لمانځل کیږی.
دا یوه ځانګړې ورځ ده. مونږ په خپلو پلرونو، نیکونو او غورنیکونو باندې ویاړو، چې د خپل وطن او مورنۍ خاورې څخه په دفاع کولو سره یې خپل نومونه تلپاتي کړل. هغوي د خپل ژوند په بیه اورپا او لیرې ختیځ د جرمني نازیزم او جګړه غوښتونکي جاپان څخه او نړۍ له فاشیزم او غلامي څخه وژغورله.
نن مونږ په لویدیځو هیوادونو کې څه وینو؟ د دوهمې نړیوالې جکړې په اړه د حقیقت د تحریف کولو او ددی جګړی د تاریخ د جعل کولو غیر اخلاقی او بی حیا هڅی کیږی. د روسیې غلیمان هڅه کوي د نازي جرمني او جګړه غوښتونکي جاپان په وړاندی په بریا کی د شوروي اتحاد او د شوروي اتحاد د ګڼ ملیتي خلک پریکړه کونکی ونډه ټیټه کړی او په حقیقت خوله پټه کړی. د ژغورونکو پوځیانو د یادګارونو پر وړاندې جګړه روانه ده، د هغوي د اتلولۍ او بې سارې قربانۍ په تړاو یاد باطل کیږی. دا د روسیی پر ضد د تیری کوونکی کمپاین یوه برخه ده.
زمونږ پر مورنۍ خاورې باندې یو وار بیا څرګنده جګړه وتپل شوه. په اوکراین کې نوي نازیزم ژورې جرړې وغځولې. مونږ په اوکراین کی د ځانګړو پوځي عملیاتو پر ګډونوالو ویاړو. هغوي د دې له پاره مبارزه کوي ترڅو نازیزم هیڅکله بیا سر پورته نه کړي. مونږ په واضح ډول پوهیږو چی د هغو خپلو نیکونو د پوځی لاسته راوړنو وړ څه معنی ده چی په ۱۹۴۵ کال کې یې د پرفاشیزم پر وړاندی لوېه بریآ ترلاسه کړه.