د نړۍ تر ټولو لویه موټر وړونکې بيړۍ به څو ورځې وروسته د چين له جيانګسو ولايت څخه وخوځېږي. د چين موټر جوړولو تصدۍ بي وای ډي (BYD)، چې ياده بېړۍ په پورې اړونده ده، د اپريل په ۱۴مې نېټې سي جي ټي اېن ته ويلي، د روان کال په لومړۍ ربع کې يې د دغې بيړۍ په وسيله بهر ته څه باندې ۲۵ زره نوې انرژې کارېدونکي موټرونه صادر کړي او په بهر کې يې د موټر پلورلو اندازه له ۲۰۶.۱ زرو عرادو څخه اوښتې ده، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو سلو لس زياتوالی ښيي.
د چين د نوې انرژۍ کارېدونکو توليداتو نړۍ ته نه يوازې نوې او زرغونه ټکنالوژي برابره کړې، بلکې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د هڅونې مهم اېنجين هم ګرځيدلی دی. د چين حکومت په همدې ورځ (د اپريل ۱۴مه) يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ ربع کې د دغه هېواد د توکو سوداګرۍ عمومي حجم ۱۰ اعشاریه ۳ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۳ سلنه زياتوالی ښيي او په دې جملې کې يې صادراتو په سلو کې ۶.۹ زياتوالی موندلی دی.
د امريکا د بلومبورګ نيوز په ګډون څو بهرنيو رسنيو ويلي، په داسې حال کې چې امريکا د تعرفو په تګلارو د سوداګرۍ نړيوال نظم ګډوډ کړی، دا اسان کار نه دی چې د چين بهرنۍ سوداګرۍ له اټکل وتلې ښه نتيجه تر لاسه کړې او خپل استقامت ښيي.
نړيوالو دې ته پام کړی، د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د توکو سوداګرۍ په وارداتو کې کموالی راغلی، چې له يوې خوا په نړيوال بازار کې د لويو سوداګريزو توکو بيو ټيټوالي پرې اغېزه کړې او له بلې خوا د تېر کال د لومړۍ ربع په مقايسه د روان کال د لومړۍ ربع د کاري ورځو شمېر دوه کم دی. خو مونږ بايد دا په پام کې ولرو، چې په همدغې مودې کې د چين صنعتي توليد په چټکۍ پرمختګ کړی او مصرفي بازار يې ثابت او ښه روان دی، د پرزو، تجهيزاتو او مصرفي توکو په وارداتو کې يې څرګند زياتوالی راغلی، د بېلګې په توګه د خوراکي غوړيو او تازه او وچو مېوو په وارداتو کې يې په جلا جلا توګه ۱۲ اعشاریه ۱ او ۸ اعشاریه ۳ سلنه ډېروالی راغلی دی. ويلی شو، چين د نړۍ د دوهم لوی سوداګريز هېواد په توګه د صادراتو او وارداتو د زياتوالي قوي بالقوه توان لري او د دغه هېواد لوی بازار د نړۍ لپاره يو ستر فرصت بلل کېږي.
د لوړو تعرفو په شمول د زياتو سوداګريزو خنډونو پر وړاندې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ استقامت له کوم ځايه راځي؟ د چين د ژنمين پوهنتون پروفيسور وانګ شياو سونګ سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د چيني اقتصا بنسټيز حالت ښه، بازار يې لوی دی او په ځانګړې توګه صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه يې قوي استقامت لري. له تېرو څو کلونو راهيسې په نړۍ کې سوداګريز پروټېکشېنيزم او جيوپوليټيکي شخړې مخ په سختېدو دي او د نړۍ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه يې له ګواښونو سره مخ کړي دي. چين په همدغسې حال کې د متنوع بازار د جوړولو هڅې کوي چې په دې سره نه يوازې خپلو سوداګريزو همکارانو ته پرمختګ رسوي، بلکې د خطرونو پر وړاندې د مقابلې خپلې وړتياوې هم پياوړې کوي.
اسيان(د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو اتحاد) د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د لومړي لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۱ سلنه ښکاري، چې دا شمېر د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې ۱۶.۶ سلنه نيسي. د دې تر څنګ له اروپايي ټولنې سره د چين سوداګريزې اندازې ۱ اعشاریه ۴ سلنه زياتوالی موندلی، چې په کابو هره دقيقه کې د دواړو خواوو ترمنځ د څه باندې ۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت سوداګريزې راکړې ورکړې شوې دي. برسېره پر دې، د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې له ګډونوالو هېوادونو سره د چين سوداګريز حجم ۲.۲ سلنه زياتوالی موندلی، چې دا د دغه هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې۵۱.۱ سلنه نيسي. که څه هم امريکايي حکومت د لوړو تعرفو په تګلارو سره له چين سره سوداګري خرابه او متزلزله کړې، خو بیا هم په لومړۍ ربع کې د دغو دوو هېوادونو سوداګريز حجم په سلو کې ۴ زياتوالی ښودلی دی.
چين د بهرنۍ سوداګرۍ د هڅونې په پار يو لړ اغېزمنې تګلارې پلي کړي او دغه چاره یې د بهرنۍ سوداګرۍ د استقامت د پياوړتيا لامل ګرځېدلې ده. د چين حکومت د تېر کال په نومبر کې د بهرنۍ سوداګرۍ د ثابت پرمختګ د هڅونې په پار يو لړ تګلارې او اقدامات خپاره کړي، چې د مثال په توګه يې له اړوندو تصديو څخه د مالي ملاتړ زياتول، د پولې اېخوا بریښنایي سوداګرۍ هڅونه، د سوداګريزو شخصيتونو تګ راتګ ته د اسانتياوو برابرول او ځينې نور يادولی شو.
د يادونې وړ ده، بهرنۍ تصدۍ د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې ډېر مهم رول لوبوي. شمېرې ښيي، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې د بهرنيو تصديو د صادراتو او وارداتو کچه شاوخوا يو پر درېيمه برخه نيسي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په پيل کې پر خپلو ټولو سوداګريزو همکارانو، د ده په ټکو د بالمثل تعرفو د لګولو اعلان وکړ او نړيوالې سوداګرۍ ته يې سخت زيانونه ورسول. چين بیا په همداسې حال کې له يوې خوا د بهرنۍ او کورنۍ سوداګرۍ د واحد کېدو ګامونه چټکوي او له بلې خوا پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار کوي.
ټاکل شوې، په دې څو ورځو کې به د چين د مصارفو پنځم نندارتون او د صادراتي او وارداتي توکو ۱۳۷م نندارتون پيل شوی چې د ګډون کوونکو شمېر به يې نوی ريکارډ جوړ کړي.
د چين بهرنۍ سوداګري د توپانونو پر وړاندې وېره نه لري او په استقامت به مخ پر وړاندې ګامونه پورته کړي. نړیوال به هم معلوم شي، چې د پروټېکشېنيزم لار ښه پایله نه لري او دوی یوازې د ورخلاصون او همکاريو له لارې خپله ښه اينده جوړولی شي.