د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند او د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن په حزبي ټاکنو کې د دغه هېواد په دریېو ایالتونو کې په ډېر توپیر خپل سیال برني سندرز ته ماتې ورکړې ده. نوموړي په فلوریډا، ایلینوي او اریزونا ایالتونو کې تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې دي. مخکې تر دې په حزبي ټاکنو کې برني سندرز ډېرې رایې خپلولې خو کله چې نوموړي له بیت المقدس څخه بېرته تل ابیب ته د اسراییل د پلازمینې د ستنولو موضوع یاده کړه، د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یې یو ظالم کس وباله او دغه راز یې د فلسطین پر مسلمانانو باندې د زړه سوي خبره وکړه، تر هغه وروسته یې باور زیانمن شوی او په حزبي ټاکنو کې خپل سیال جوبایډن ته پاتې راځي.