«د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسيکې کيسې» پروګرام چې د چين مېډيا ګروپ لخوا په مالیزیايي ژبه جوړ شوی، د اپرېل له ۱۵مې څخه يې په مالیزیا کې خپرېدل پيل شوي دي.
د مالیزیا د صدراعظم لومړي مرستیال زاهد د دغه پروګرام د خپرونې مراسمو ته د مبارکۍ پیغام لیږلی او په مالیزیا کې یې د خپرونې د پیلیدو مبارکي ویلې ده. د مالیزیا د سیاست، اقتصاد، کلتور، رسنیو او اکاډمۍ په شمول د مختلفو ټولنو څه د پاسه ۲۰۰ میلمنو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
دا پروګرام به له همدې ورځې څخه د مالیزیا د ملي راډيويي ټلویزیون په شمول عمده رسنیو کې خپور شي.