د چین د دولت رئيس شي جین پینګ د اپرېل د ۱۶مې نېټې په سهار د ماليزيا په دولتي ماڼۍ کې د دې هیواد له پاچا ابراهيم سکندر سره وکتل.
شي جين پينګ وویل، چې چين او ماليزيا بايد په دوامداره متقابل باور ژور کړي او د خپلمنځيو اصلي ګټو او مهمو انديښنو په مسئلو کې دې يو بل ملاتړ وکړي.
هغه وویل: مونږ دې د پرمختګ د ستراتیژیو وصل ژور کړو، ګډې ګټې دې ترلاسه کړو او د عصريتوب په لار کې دې همکارۍ وکړو. چين او ماليزيا بايد د ماليزيا-چين کوانتان صنعتي زون ، د چين-ماليزيا د چينګژو صنعتي زون او د ختيځ ساحل د رېل پټلۍ په شمول لویې پروژې په ښه توکه بشپړې کړي او د مصنوعي ځيرکتيا، ډیجیټل اقتصاد او زرغون اقتصاد په څېر د راتلونکو صنايعو د همکاريو وده ګړندۍ کړي.
نوموړي زیاته وکړه چې چین خپل بازار ته د لوړ کیفیت لرونکي مالیزیایي کرنیزو تولیداتو د داخلېدو هرکلی کوي او چینایي شرکتونه هڅوي چې په مالیزیا کې پانګونه او سوداګري وکړي. ده زیاته کړه چې چین غواړي د کلتور، سیلانۍ او تعلیم په برخو کې له مالیزیا سره د همکاريو د زياتولو له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ راکړې ورکړې زیاتې کړي. چین د آسیان د نوبتي رئیسه هېواد په توګه د مالیزیا له کارونو ملاتړ کوي او غواړي چې له مالیزیا سره د نړیوال پرمختګ ، امنیت او تمدن نوښتونه راولي څو د پرمختیايي هیوادونو یووالي او ګډ پرمختګ ته وده ورکړي، د سیمې او نړۍ لپاره ډاډ او مثبته انرژي برابره کړي.
له کتنې وروسته شي جين پينګ د پاچا ابراهيم لخوا د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ.