عصري کېدل د انسانانو يوه ګډه موخه ده. که څه باندې يو ميليارډ او پنځه سوه ميليونه خلک په يو اواز د عصري کېدو په لوري ګامونه پورته کړي، نو دا به په څه مانا وي؟
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پینګ د اپرېل په څوارلسمې نېټې له ويتنام څخه دوه ورځنۍ رسمي ليدنه وکړه او په ترڅ کې يې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوې نقشه ټاکلې ده.
د چين او ويتنام د عصريتوب نوې نقشه د دې ښکاندويي کوي، چې په ناارامه نړۍ کې چين له ويتنام سره د سولې او پرمختګ په لوري روان دی، چې دا نه يوازې د څه باندې يو ميليارډ او پنځه سوه ميليونو خلکو د عصري کېدو د ګډې موخې د ترسره کولو لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پرمخبېولو لپاره هم يو ګټور ګام دی.
روان کال د چين او ويتنام ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی او هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې کال نومول شوی دی. د شي جين پينګ دغه سفر نه يوازې په روان کال کې له ويتنام څخه د نوموړي لومړی سفر، بلکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګاونډيو هېوادونو په تړاو تر کاري غونډې وروسته د ده لومړی سفر هم دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين له ويتنام سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
د ويتنام خبري اژانس د رئیس شي جين پينګ دغه سفر د دوو ګوندونو او د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه سياسي او ډيپلوماتيکه چاره بللې ده. د نوموړي دغه سفر د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره ستراتيژيک اهميت لري او ژورې اغېزې به وښندي.
چين او ویتنام په ۲۰۲۳م کال کې اعلان وکړ، چې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ستراتيژيک اهميت لرونکې ټولنه به جوړه کړي او خپلمنځي اړيکي به نوي پړاو ته پورته او رهبري کړي.
د چين او ویتنام پر ياد اعلان یو کال تېر شوی، خو دواړه هېوادونه لا هم له نویو حالاتو او پرمختيایي دندو سره مخ دي. له يوې خوا روان کال د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان د پای کال دی او هم د ويتنام د کمونېست ګوند د څوارلسم ملي کانګرېس د چمتوالي له کليدي کال سره برابر دی. له بلې خوا د نړۍ جيوپوليتيکې کشالې د ډېرېدو په حال کې دي او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا هم په کمزورېدو ده.
امريکا د بادارۍ په لټه پر ګڼو هېوادونو تعرفې لګولي او د نړۍ د اقتصادي نظام ثبات ته يې سخت زيانونه رسولي دي.
چين له ويتنام سره څو اړخيز سوداګريز نظام ساتلی، چې دا نه یوازې د پرمختیایي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې په مانا ده، بلکې د اقتصاد نړيوال کېدل هم پرمخبيايي.
چين او ويتنام پر وخت پرېکړه کړې، چې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او همدغه چاره یې د خلکو له هيلو سره سمون لري. رئيس شي جين پینګ د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي سولین سره په ليدنه کې شپږ ټکي وړاندې کړي دي. نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې متقابل ستراتيژيک باور لا پياوړی کړي، لا کلک امنيتي ضمانت دې برابر کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې باکيفيته همکارۍ لا پياوړې او د خلکو ترمنځ دوستي دې لا ټينګه کړي، څو اړخيزې همکارۍ دې لا نژدې وساتي او په سمندري چارو کې دې لا ښې همکارۍ وکړي.
نوموړي د دغو ټکو په وړاندې کولو سره د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوې نقشه ټاکلې او د څه باندې يو ميلیارډ او پنځه سوو ميليونو خلکو د ګډ عصريتوب د موخې د ترسره کولو لپاره يې لوری روښانه کړی دی.
سولين ويلي، د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د دوو ګوندونو د دوستانه تګ راتګ په تاريخ کې د څلي اهميت ولري.
ويتنام له چين سره ژوره دوستي لري او دواړه خواوې په سوله کې ګډ ژوند کوي او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ يې د اړيکو حياتي ځواک او سرچېنه بلل کېږي.
چين له څه باندې شلو کلونو راهيسې د ويتنام تر ټولو لوی سوداګريز همکار او ويتنام بیا په اسيان(د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنه) کې د چين لومړی سوداګريز همکار پاتې شوی دی.
روېټرز خبري اژانس ويلي، د رئیس شي جين پینګ دغه سفر به له ويتنام سره په سوداګرۍ، صنعتي او تدارکاتي ځنځيرونو کې د دوه اړخيزو همکاریو د لا پياوړتيا لپاره ښه رول ولوبوي.