صدا او سیما خبري اژانس راپور وکړی، چې ټاکل شوې راتلونکې شنبه د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ دویم پړاو مذاکرات د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شي. په راپور کې راغلي، چې د لومړي پړاو مذاکراتو په څېر به دا ځل هم د عمان د بهرنیو چارو وزیر د دغو خبرو اترو کوربه وي. په راپور کې د دغو خبرو د ځای بدلولو د لامل په اړه څه ویل شوي نه دي. له دې وړاندې ویل شوي و چې دویم پړاو مذاکرات به هم د عمان په پلازمېنې مسقط کې وشي. تېره ورځ د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ستیو ویتکاف ویلي و، چې له ایران سره هر ډول هوکړه هغه مهال وروستۍ کېدای شي چې د ټرمپ هوکړه وي.