ټایم مجله چې هر کال د ۱۰۰ تر ټولو اغېزمنو کسانو لیست اعلانوي، د ۲۰۲۵ کال د ۱۰۰ تر ټولو اغېزمنو کسانو په لیست کې یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او احمد الشرع هم اعلان کړي دي. د کال د اغېزمن شخصیت په توګه د احمد الشرع د ټاکلو په اړه په یوه مقاله کې، دا یادونه شوې چې که څه هم هغه د القاعدې او ځینو نورو ډلو پخوانی غړی و، خو په سوریه کې د بشارالاسد رژیم له نسکورولو وروسته یې د خپل انځور بدلولو لپاره په چټکۍ سره ګامونه پورته کړي دي. د ټایم مجلې اجرایوي رییسې جیسیکا سیبلي د اغیزمنو خلکو د لیست په اړه ویلي، چې دوی هغه خلک غوره کړي دي چې “نن نړۍ جوړوي او د هغې راتلونکې ټاکي.