ټاکل شوې د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان نن د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په موخه ایران ته سفر وکړي. د ایران نُوانس خبري ویبپاڼې دغه سفر د سیمې د دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ښه کېدونکو اړیکو د لا پیاوړتیا په لور یو مهم ګام یاد کړی دی. د ۱۴۰۲ کال له پسرلي راهیسې چې له اوو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل بیا پرې شوې ډیپلوماتیکي اړیکې پیل شوې، دا تهران ته د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو تر ټولو د لوړې کچې رسمي سفر دی. د مالوماتو له مخې، خالد بن سلمان به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران له جګپوړو پوځي او سیاسي چارواکو، له هغې جملې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري سره، وګوري.