د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په غازي سټيډیوم کې له ۸بهرنیو هېوادونو څخه د ۱۷ سیلانیانو ترمنځ په ٤٢.١٩٥ کیلو متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې. ټاکل شوی هدف له چین څخه يوشينګ ني په ۲ ساعتونو او ۵۲ دقيقو کې، له چين څخه ايکونګ جي په ۳ ساعتونو او ۴۸ دقيقو کې او له پولنډ هیواد څخه بيا ارکډيوسز په ۳ ساعتونو او ۵۳ دقيقو کې طی کړ او په ترتيب سره یې لومړی، دويم او درېيم مقام يې ترلاسه کړ. په دغو سیالیو کې د پولنډ، چیک، چین، کاناډا، ډنمارک، جرمني، فرانسې او سینګاپور هېوادونو څخه سیلانیانو په ماراتون سبک کې ګډون کړی وو.