ترکیه کې د افغانستان سرپرست سفیر، محمد زبير ودان د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسيا هېوادونو له مرستيال، سعدالدين اييلدېز سره کتلي. انقره کې د افغانستان د سفارت د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه کې د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا، د افغان بندیانو د لېږد، د ویزو اسانتیاوې او د ګډ کمېسیون جوړولو په اړه خبرې وشوې. اييلدېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا ژمنه ښودلې ده.