د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزيز الخليفي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې. تکل زیاتوي؛ په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړیکو د کچې پر لوړولو، د همکاریو پر پراخوالي او نږدې راتلونکي کې دوحې ته د بهرنيو چارو د وزير سفر په اړه خبرې شوې دي.