د هلمند د بغرا نهر ته د یوه موټر د لوېدو له امله د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالباري راشد وايي، چې دا پېښه تېره ماښام د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د کوشتې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې یو فیلډر موټر د بغرا نهر ته ولوېد. نوموړی وايي، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.