د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د تېر کال په کب مياشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۰۰.۱ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱ زرو ۳.۱ ميليونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي. د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په سلواغې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴.۲ ميليون ډالرو ته رسېد، چې د دې مياشتې په پرتله ۴۴.۱ ميلیون ډالره کموالي پکې راغلی. دغه راز د ياد کال د سلواغې مياشتې د وارداتو ارزښت ۱ زر ۷۶.۲ ميليونه ډالرو ته رسېد، چې د دې کال د کب مياشتې په پرتله د ۷۳.۱ ميليونه ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د تېر کال په کب میاشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.