د چين د سوداګرۍ وزارت د اپرېل په اتلسمې نېټې خبر ورکړی چې د روان کال په مارچ کې د چين له خوا کارول شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۳ اعشاريه ۲ زياتوالی ښودلی دی.
شمېرې ښيي چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چین کې د نويو جوړو شويو بهرنيو تصديو شمېر ۱۲۶۰۳ ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې۴ اعشاريه ۳ زيات شوی دی.
صنايعو ته په کتو سره په توليدي چارو کې کارول شوې بهرنۍ پانګې ۷۱ ميليارده او ۵۱۰ میليونه يوانه و او په خدماتي چارو کې کارول شوې بهرنۍ پانګې ۱۹۳ ميليارد ۳۳۰ میليونه يوانو ته رسېدلې دي. سربېره پر دې د عصري ټېکنالوژۍ په تړاو چارو کې دغه پانګې ۷۸ ميليارده ۶۱۰ میليونه يوانه و.