د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې له کمبوديا څخه رسمي ليدنه وکړه. په دې هکله د کموديا ځايي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د دغې ليدنې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ ټينګول دي. د شي جين پينګ د سفر په جريان کې دواړو خواوو موافقه کړې، چې په نوې زمانه کې د چين او کمبوديا ترمنځ د هراړخيز ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، څو دغه ذات البيني ټينګې اړيکې لا نورې فعالې وي.
پروا نشته چې نړيوال وضعيت څنګ وي، دواړو هېوادونو تل د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې مخکښي کړې ده. د بېجينګ د بهرنيو ژبو پوهنتون د اسيايي چارو اکاډمۍ مرستيال مشر ګو جيا بين وويل، په تېرو لسو کلونو کې چين او کمبوديا د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ دوستانه اړيکې له جوړولو څخه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې تر تاسيس کېدو پورې و او اوس يې په نوې زمانه کې د هراړخيز ګډ برخليک ټولنې اړيکې لوړې کړي، چې په دې بهير کې د دواړو هېوادونو اړيکې په پرله پسې ډول چټک پرمختګ شوی. اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی مقام دا ښيي، چې چين او کمبوديا په نړيوال ډګر کې د ګډ پرمختګ ټينګ هوډ لري. د هر اړخ مانا دا ده چې دواړه هېوادونه به په هر حال کې ګډې هڅې وکړي، ګډ برخليک ولري، په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او ګډ پرمختګ وکړي.
د چين او کموديا تر منځ اړيکې ولې په پر له پسې ډول ټينګې شوې دي؟
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټينګو اړيکو بنسټونه ډېر مهم دي. په ډېرو کلونو کې چين او کمبوديا تل متقابلې مرستې کړې دي. کمبوديا ته د شي جين پينګ د سفر په جريان کې کمبوديا ورسره تر ټولو دروند چلند کړی. د کمبوديا پاچا نورودوم سيهامني شي جين پينګ ته د کمبوديا د ملي خپلواکۍ د لوړې کچې مډال ورکړ. په ۲۰۲۰م کال کې شي جين پينګ د کمبوديا د پاچا مور نورودوم مونيڅ سيهانوک ته د چين ملي جمهوريت د دوستۍ مډال ورکړ. دواړه مډالونه د چين او کمبوديا ترمنځ ټينګه دوستي څرګندوي.
په همدې وخت کې دواړه هېوادونه د عصري کېدو په لاره کې روان دي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او د کمبوديا د پنځه کونج ستراتيژۍ ترمنځ د نښلولو لپاره هڅې کوي. د اوسني جيوپولیټيک سياسي شخړو د رامنځته کېدو، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې زياتولو په وړاندې دواړه خواوې د ننګونو په مقابله کې د همکاريو اميد لري. په دې حال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د کچې لوړتيا د خلکو له هيلو سره سمون لري.
په نوې زمانه کې په هراړخيزه توګه د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې جوړونه دې څنګه عملي شي؟
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د کمبوديا له لومړي وزير هون مانيټ سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل، چې د ښه تمايل په لرلو سره دې نور پرمختګ وموندل شي. شي جين پينګ زياته کړه، دواړه هېوادونه بايد د لا لوړې سويې متقابل سياسي باور ژور کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ د لا لوړ کيفيت همکارۍ دې پراخې کړي، د لا لوړې کچې امنيتي ضمانت دې ټينګ کړي، فرهنګي تګ راتګ دې زيات کړي، د لا لوړ معيار ستراتيژيکې همکارۍ دې پياوړې کړي. د شي جين پينګ دغه څرګندونې د چين او کمبوديا د اړيکو د راتلونکي لپاره لوری روښانه کړی.
متقابل سياسي باور د چين او کمبوديا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره مهم تضمين دی. دواړو خواوو په اوږد وخت کې د يو بل په مرکزي ګټو پورې اړوندو مسئلو کې تل متقابل ملاتړ کړی او کوي يې. شي جين پينګ د خپل سفر په ترڅ کې وويل، چې چين تل د خپل ملي حالت له مخې د پرمختګ لارې د ټاکلو په هکله له کمبوديا څخه ملاتړ کوي. د کمبوديا لومړي وزير هون مانيټ وويل، چې کمبوديا د يو چين پر تګلارو ټينګار کوي او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره د چين پلويتوب کوي.
چين او کمبوديا د سياست، توليدي انرژۍ، کرنيزو چارو، انرژۍ، خونديتوب او فرهنګ په شپږو ساحو کې ټينګې همکارۍ لري. چين په مسلسلو کلونو کې د کمبوديا د بهرنۍ پانګونې تر ټولو لويه سرچينه او تر ټولو لوی سوداګريز شريک دی. د شي جين پينګ د دې سفر په ترڅ کې چين او کمبوديا د دوه اړخیزو اړيکو همکاريو له ۳۰څخه زيات سندونه تبادلې کړي، چې د توليد او اکمالاتي ځنځير د همکاريو، مصنوعي ځيرکتیا او د مرستې او پرمختګ په شمول ساحې پکې شاملې وې. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شپږو ساحو همکارۍ ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو د عصري کېدو د پروسې هڅونه به وکړي.
په همدې وخت کې دواړو خواوو د څو اړخيز سوداګريز سيستم د ساتلو ټينګ هوډ څرګند کړی دی. د چين په اند، يو اړخيزم او تسلط د منلو وړ نه دي، بېلا بېل هېوادونه بايد یووالی وساتي او د دولت امنيت او پرمختګ چارې دې په خپلو لاسونو کې ونيسي. د کمبوديا په اند، د سوداګرۍ جنګ، د تعرفو جنګ د بېلا بېلو هېوادونو ګټې زيانمن کوي او د نړيوالو حالاتو متزلزل کوي. کمبوديا غواړي له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه له بېلا بېلو ننګونو او خطرونو سره مقابله وکړي.