د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د یاد وزارت د پلان جوړونې، څېړنو او د پروژو د تطبیق رییس محمد رستم حفیظیار په مشرۍ یو پلاوی د ټرانسپورټ زېربناوو د پراختیا په موخه ایران ته تللی. یاد وزارت ویلي، افغان پلاوی به له ایراني لوري سره د ټرانزیټي وسایطو لپاره د افغانستان او ایران په خاوره کې د “تیرپارک” ځایونه تثبیت او د ترانسپورتي بنسټونو پراختیا ته زمینه برابره کړي. د ټرانسپورټ وزارت ټینګار کړی، چې د دغې وزارت رهبري هڅه کوي د زیاتو اسانتیاوو په برابرېدو سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د خوندې لېږد پروسه پیاوړې کړي.