د چين ميډيا ګروپ او د ماليزيا د استرو اواني(Astro Awani) ټلويزيون ماليزيا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په درشل کې په ګډه د دغه هېواد له صدراعظم انور بن ابراهيم سره مرکه وکړه.
د ماليزيا صدراعظم انور بن ابراهيم د دغې مرکې په ترڅ کې ويلي، د رئيس شي جين پينګ دا سفر نه يوازې د دواړو هېوادونو د دوستانه تګ راتګ، بلکې د هراړخيزو ښو اړيکو د ژورتيا څرګندويي کوي.
د ده په خبره، له چين سره همکارۍ ماليزيا ته زياتې ګټې رسولې او د ورخلاصون او ازادې سوداګرۍ ساتل د ماليزيا او د اسيان د مختلفو هېوادونو اجتماع ده.