د چيني حکومت د ناروغيو د مخنيوي ۵۰کسيزه ټيم د اپريل په ۱۹مه نېټه د اړوندو توکو او تجهيزاتو په وړلو سره د چين له کون مينګ ښار څخه ميانمار ته خوځېدلی او په دغه هېواد کې به د ساري ناروغيو د مخنيوي په برخه کې له محلي حکومت سره مرسته وکړي.
د مارچ په ۲۸مه نېټه په ميانمار کې د ۷.۹ درجې سخته زلزله وشوه چې زياتو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر زلزلې وروسته د ساري ناروغيو د مخنيوي حالت بيخي سخت ښکاري. د چين حکومت د اپريل په ۱۰مه نېټه د ميانماري لوري په غوښتنه ور ته بيړنۍ بشري مرستې برابرې کړې او په ۱۹مه نېټه يې ورته د ناروغيو د مخنيوي ټيم لېږلی دی.