د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس نن سهار د ۸۸ کلونو په عمر په واتیکان کې مړ شوی دی. هغه له څه مودې راهیسې روغتون کې بستر و. هغه په اصل کې د لاتینې امریکا و او په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د کاتولیکانو مشر ټاکل شوی و.