بېجینګ د امریکا دې اقدام ته غبرګون ښودلی چې د تعرفو په کارولو سره نور هېوادونه له چین سره د اقتصادي او تجارتي همکارۍ محدودولو ته مجبوروي
د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې د اپرېل په ۲۱مه نېټه وويل، په دې وروستيو ورځو کې امريکا د په اصطلاح «بالمثل مقابلې» په پلمه پر خپلو ټولو سوداګريزو شريکانو د تعرفو له لګولو ناسمه استفاده کړې او هغوی يې اړ کړي چې د په اصطلاح «متقابلو تعرفو» لپاره ورسره خبرې وکړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاندې دغه راز ویلي چې د امریکا دا اقدام په حقيقت کې د مساواتو په پلمه په اقتصادي او تجارتي ساحه کې د بادارۍ سياست او د ځورولو يواړخيز عمل دی.
نوموړې زياته کړه، چې چين د بېلا بېلو خواوو احترام کوي، چې د مساوي سلامشورو له لارې له امريکا سره اقتصادي او تجارتي اختلافونه حل کړي.
دا وايي، دا بايد په ځانګړې توګه په ګوته شي، چې چين له هر هغه لوري سره ټينګ مخالفت کوي، چې د چين د ګټو پرضد له امريکا سره معاملې وکړي او که دغسي حالت پيښ شي، چين به يې هېڅکله ونه مني او په ټينګار سره به مساوي ځوابي تدابير ونيسي. چين د خپلو حقونو او ګټو د ساتلو ټينګ هوډ لري.