سعودي عربستان، تونس، فلسطین، کویت، ایران، اردن، او ترکیې پر جماعت لمانځه باندې بندیز لګولی دی. یاد هېوادونه دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲سوه زره ته رسېدلی دی. د وروستیو راپورونو له مخې، سعودي عربستان له روغتیايي او خوارکي توکو پرته د دوو اونیو لپاره د ټولو سکټورونو چارې ځنډولې او جوماتونه یې بند کړي دي، خو یوازې د مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو کې به په جماعت لمونځ دوام لري. په ورته وخت کې په تونس، فلسطین، کویت، ایران، اردن، او ترکیه کې هم پر جماعت لمانځه باندې بندیز لګول شوی دی او یادو ټولو دولتونو خپلو وګړو ته امر کړی دی چې تر بلې خبرتیا پورې دې لمنځونه په کور کې وکړي.