د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۹مه نېټه د اکوادور د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په مناسبت ډانيل نوبوا ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په پيغام کې اکوادور د چين هراړخيز ستراتيژيک ملګری بللی او ویلي يې دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ساتل شوی، خپلمنځي سياسي باور لا پياوړی شوی، د بېلا بېلو برخو په همکاريو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي لا ټينګه شوې ده.
شي جين پينګ هيله ښودلې، چې له ولسمشر ډانيل نوبوا سره یو ځای به د چين او اکوادور ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۴۵مې کليزې په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د لا ټينګښت او خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.