د امريکا د فلمي نړۍ شرکتونو ته د ډونالډ ټرمپ د تعرفو له امله وېرې او اندېښنې پيدا شوې دي.
د امريکا د درېېو سهامي بازارونو شاخصونه د اپريل په ۱۶مې نېټې د پرانيستلو پرمهال ټيټوالی ښودلی او وروسته هم مخ په ټيټېدو روان وو.
د چين د فلم ملي ادارې اعلان کړی، چې په راتلونکي کې به د امريکايي فلمونو واردات کم کړي. د چين دغه ګام د امريکا پر خدمتي چارو مسلسله اغېزه لري.
مالومات ښيي، چې په سهامي بازار کې د امريکا وارنېر بروس (Warner Bros) شرکت شاخص په تېرو مسلسلو درېېو اوونيو کې سخت غورځېدلی او ارزښت يې شاوخوا ۶ ميليارډه او ۶۰۰ میليونه ډالره ټيټ شوی دی او په تېرو دوو اوونيو کې د پارامونت شرکت (Paramount) ارزښت هم ۱۰ سلنه ټيټ شوی دی.
د هاليووډ يوه فلم جوړونکي د امريکايي رسنۍ په يوه پروګرام کې وېره ښودلې، چې په نړۍ کې به د هاليووډ ګرم بازار پای ومومي.
هاليووډ د امريکا د فلمي او خدمتي چارو يوه مهمه نښه بلل کېږي. په امريکا کې فلمي ادارو او په تېره بيا هاليووډ د نارضايتۍ غږونه پورته کړي او داسې احسایېږي، چې د امريکا په بېلابېلو برخو کې وېره او اندېښنې په پورته کېدو دي.
»هاليووډ رېپورټر« په دې وروستيو کې په يوه راپور کې ويلي، چې د ټرمپ د تعرفو تګلارې به د دغه هېواد فلمي چارو ته نه جبران کېدونکي زيانونه ورسوي.
د هاليووډ فلمونه پر نړیوال بازار ډېره تکيه لري.
په روان کال کې څو امريکايي فلمونه، د هغو لسو فلمونو په لیکه کې راغلي، چې ټکټونه یې ډېر پلورل شوي دي. د نړيوالو نندارچيانو لګښت د دغو لسو فلمونو د عمومي ارزښت شاوخوا نيمه برخه جوړه کړې. خو د ټرمپ د تګلارې په پلي کېدو سره په نړیوال بازار کې د هاليووډ فلمونو جاذبه کمه شوې او لا هم په ټيټېدو ده.
د دې ترڅنګ، د ټرمپ د تعرفو تګلارې له امله، د هاليووډ د فلمونو د جوړولو بيې هم لوړې شوې دي. د ساري په توګه، د هاليووډ فلمي ادارې د تصويرونو د جوړولو په بهير کې ګڼ شمېر لرګيو او فولادي توکو ته اړتیا لري، چې ډېرې برخه یې له چين څخه واردوي، نو د تعرفو په لوړوالي سره به د يادو توکو بيې هم لوړې شي.
بر سېره پر دې، اوسمهال هاليووډ ته د سوداګريزو اعلانونو، خپرونو او صلاحيتونو په شمول د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې ډېرې سختې اندېښنې راپورته شوې دي.
د يادونې ده، چين هم غواړي د امريکايي فلمونو واردات کم کړي، نو ځکه په امريکا کې يو شمېر اعلان جوړونکي اړ شوي، چې خپلې چارې بیا وارزوي او په فلمونو کې د اعلانونو شمېر کم کړي.
له يوې خوا د هاليووډ فلمونو اساسي بيې د ټرمپ د تعرفو له امله لوړې شوي او له بلې خوا يې عایدات د تعرفو له امله کم شوي دي.
اوسمهال د هاليووډ فلم جوړونکي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د امريکا د ۲۰۲۳م کال د خدمتي صادراتو عمومي اندازه ۱ ټريليون او ۳۰ ميليارډو ډالرو ته رسېدلې وه او د خدمتي وارداتو عمومي اندازه يې بیا ۷۴۸ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې وه.
شمېرې ښيي، د پولي خدمت او پوهنې ملکيت د کارونې لګښتونه او د سلامشورو او سوداګريزو اعلانونو په شمول سوداګریز خدمتونه د امریکا په خدمتي صادراتو کې مهم ځایونه لري، چې په دې جمله کې فلمي چارې د دغه هېواد د خدمتي صادراتو يوه مهمه برخه ده او اړوند صادراتي اندازه يې ۲۲ میليارډو او ۷۰۰ میليونو ډالرو ته او وارداتي اندازه يې بیا ۱۲ میليارډو او ۱۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې ده.
که د چين او د نړۍ نندارچيان د امريکايي فلمونو د لیدلو لپاره لګښتونه ونه کړي، نو د هاليووډ عصر به پای ومومي.