د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د تورخم بندر مسوولینو د پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی کړی دی. د یاد ریاست رسنیز دفتر رسنیو ته ویلي چې دغه اندازه کچالو د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري د دقیقې معاینې وروسته بېرته پاکستان ته استول شوي. د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته او معیاري محصولات وارد کړي، څو افغانان له صحي او خوندي خوراکي توکو ګټه واخلي. د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو له پاکستان څخه واردېدونکي بېکیفیته محصولات تشخیص او بېرته پاکستان ته ورلېږلي دي.