د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره چمتو دی چې په ملکي زېربناوو د بریدونو مخنیوي لپاره له کیف سره مستقیم مذاکرات پیل کړي. سي اېن اېن ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي، روانه اونۍ به د امریکا، اروپا او اوکراین چارواکي وروسته له هغې لندن کې ناسته وکړي، چې امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی و، که د روسیې او اوکرایین ترمنځ د سولې برخه کې پرمختګ رانشي د سولې له هڅو به یې لاس واخلي. سرچینه وايي، پوتین تېره ورځ خبریالانو ته وویل، ممکنه ده چې په ملکي زېربناوو د بریدونو بندولو په اړه له کیف سره په مستقیم ډول بحث وشي او زیاته کړې ده، چې روسیه د سولې نوښتونو هرکلی کوي.