د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په ګډون د افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې د هېواد سټراټیژیک موقعیت ته په اشارې سره ویلي، سرپرست حکومت ژمن دی، څو افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړې، هڅه کېږي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزو توکو ته د لاسرسي برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. عزیزي دغه راز ویلي، چمتو یو چې د افغانستان په کانونو د پانګونې لپاره لویو قزاقستاني شرکتونو ته د پانګونې زمینه برابره کړو. نوموړي ویلي، چې د سرپرست حکومت په بيا واکمنۍ سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې او ویلي يې دي، چې دغه کچه به دواړو هېوادونو ترمنځ په کال کې تر درې ميليارده ډالرو پورې ورسېږي.