د خوست ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې یې د ۲۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه بېلابېلې پروژې پلې کړې دي، چې د ښار د پراختیا، ښاري خدمتونو او سرسبزۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور رشاد د حساب ورکونې په ځانګړي پروګرام کې وویل چې د ښاري خدمتونو په برخه کې ۴۷ موقتي ملکیت سندونه اجرا شوي او د ۳۱ لویو او وړو پروژو له ډلې ګڼې بشپړې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۲۴۷ پلچکونه، ۴ کیلومتره پلې لارې، ۴ کیلومتره د سړکونو تنویر، ۲۰ کیلومتره کانالونه، ۴۷۰ متره استنادي دیوالونه او د ۲۶ تشنابونو جوړول شامل دي. د رشاد په وینا، د مالي او اداري چارو په برخه کې، د ۱۷ عایداتي سرچینو له لارې تېر کال نږدې ۳۰۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي چې له دې جملې، ۲۷۶ میلیونه افغانۍ په پراختیايي پروژو لګول شوې دي.