امریکا پدې وروستيو کې له خپلو سوداګریزو همکارانو سره د تش په نوم بالمثل تعرفو مذاکرات پیل کړي او تر ټولو مخکې يې له جاپان سره خبرې کړي او ترې غوښتي يې دي، چې د پيسو تبادلوي ارزښت او دفاعي بودجې په مسئلو کې د واشنګټن غوښتنې ومني.
امریکا له نورو هېوادونو څخه هم غوښتي چې له چين سره سوداګري محدوده کړي، که نه، محصولات به یې له ټاکلو تعرفو څخه معاف نه کړي.
ميم زر ما ټول زما
داسې ښکاري، چې واشنګټن له ځانه ترښځ جوړه کړې او هره ګټه خپلې لمنې ته اچوي.
که څه هم امريکا دا پیغام ورکړی، چې له نورو هېوادونو سره به د تعرفو په اړه مذاکرات وکړي، خو ډېرو کمو هېوادونو د امريکا ياد پيغام ته ځواب ورکړی دی.
امريکا د تعرفو له تګلارې ناوړه استفاده کوي او اوسنۍ کړنې يې د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد غواړي په ټولې نړۍ کې سوداګريزه جګړه راوپاروي. ډېری هېوادونه پدې پوهېږي، که د تعرفو په جګړه کې ګذشت وکړي، په بدل کې یې سوله او درناوی نه شي ترلاسه کولی.
د امريکا پولي بازار پدې وروستیو کې ډېر متزلزل شوی او د دغه هېواد د اقتصاد د ښکته کېدو په تړاو د امریکايانو اندېښنې زياتې شوې دي.
ډېرو هېوادونو د امريکا له سوداګريز تسلط سره د ټينګې مبارزې رويه څرګنده کړې ده. اروپايي ټولنې د امريکا د کړنو پر وړاندې ځوابي اقدامات غوره کړي دي. کاناډا ويلي، چې له امريکا سره يې د نږدې اړيکو زمانه پای ته رسېدلې او استراليا بیا ويلي، چې د امريکا پر وړاندې به ګذشت ونه کړي.
ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته په یو شمېر مهمو امنيتي او اقتصادي موضوعاتو کې څو څو ځلې د خپلو متحدينو ګټې زيانمنې کړي او خپل باور يې له لاسه ورکړی دی. امريکا وايي، يوه داسې اتحاديه به جوړه کړي، چې د چين پر محصولاتو د تعرفو تګلارو په پرېکړه کې همغږي ولري، خو تراوسه د لوېديځ کوم لوی اقتصاد د امريکا دغې غوښتنې ته غاړه نه ده اېښې. برعکس، د برېتانيې ماليې وزيرې ريچيل ريفس له رسنيو سره په خبرو کې، له چين سره د اقتصادي اړيکو پرېکون نامناسب او له عقل څخه لرې بللی او ويلي يې دي، له چين سره همکارۍ د برېتانيې له ملي ګټو سره مطابقت لري.
ډېر اقتصادونه هڅه کوي چې اکمالاتي ځنځير او صنعتي جوړښت تنظيم کړي او له دې لارې له خطرونو او ننګونو سره د مقابلې وړتياوې غښتلې کړي. د سوداګرۍ نړیوال سازمان اقتصادپوه رالف اوسا وايي، امريکا که څه هم ډېر مهم هېواد دی، خو د نړيوالو صادراتو په عمومي ارزښت کې يوازې ٪ ۱۳ نيسي او نوره ٪ ۸۷ برخه د نورو هېوادونو لخوا بشپړه شوې او ډېری هېوادونه غواړي خپل توليدات امريکا ته صادر کړي، خو هغوی باید لومړی يو موټی او بیا خپلمنځي همکارۍ پيل کړي.
د جاپان اقتصاد نيوز ورځپاڼې په يوه ليکنه کې ليکلي، چې امریکا ازادې سوداګرۍ ته شا اړولې او ډېرو هېوادونو بیا خپل تمرکز د ازادې سوداګرۍ د مشارکت ټينګولو ته اړولی دی.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ تېره اوونۍ د جنوب ختيځې اسيا درېيو هېوادونو ته سفر وکړ او د دغو هېوادونو له مشرانو سره يې هوکړې کړي، چې خپلمنځي همکارۍ به پیاوړې او د ننګونو پر وړاندې به ګډې مقابلې وکړي او څواړخيز سوداګريز سیسټم به وساتي.
د چين او اروپا د اقتصادي او سوداګريزو چارواکو په خبرو اترو کې اروپايي لوري څرګنده کړې، چې هېوادونه يې له چين سره اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د نظريو تبادلې زياتې او د بازارونو، پانګونې او صنايعو په برخو کې ورسره همکارۍ پراخې کړي او نړیوال سوداګريز فعاليتونه عادي وساتي.
د هسپانيې لومړي وزير پيدرو سانچز څه موده مخکې چين ته د سفر پر مهال ويلي، چې هېواد يې پر ازادې سوداګرۍ ټينګار لري، څواړخيزم ساتنې ته ژمن دی او د نورو هېوادونو له هغو تعرفو سره چې په يواړخيزه توګه پر هسپانيې وضع شوې، مخالفت کوي.
چين د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو مهم سوداګريز همکار دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د مالونو د صادراتو او ورداتو ارزښت ۱۰.۳ ټريليونه يوانه ښودل شوی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱.۳ زيات شوی دی.
چین د نړۍ لومړی هېواد دی، چې د امریکا د سوداګريز تسلط پر وړاندې يې ځوابي اقدامات غوره کړي او په دې سره یې نه يوازې خپلې ملي ګټې او حیثیت، بلکې نړيوال اقتصادي او سوداګریز سیسټم او عدالت هم ساتلي دي.
چين د ورخلاصون د پراخولو او د بهرنيو پانګونو د راجلبولو لپاره ډېرې ګټورې تګلارې غوره کړي او بېنز(Benz)، بي اېم ډبليو(BMW)، اېپل (Apple) او يو شمېر نورو نړيوالو تصديو هيله ښودلې، چې په هېواد کې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي او نوې وده ومومي. د نويډيا (Nvidia ) شرکت اجرائيه رئيس هوانګ ژنشون پدې وروستيو کې چین ته د سفر پر مهال چيني بازار ډېر مهم بللی او په وينا يې، مونږ به په ټينګار سره د چین د بازار لپاره خداماتو ته دوام ورکړو .
په چين کې يو متل دی، عدالت ساتونکي به د خلکو ملاتړ او مرستې ترلاسه کړي او سرغړوونکي به منزوي کېږي.
د نړۍ هېوادونه بايد د امريکا تسلط ته ګذشت او يا پرانيستي همکارۍ انتخاب کړي؟ د دې پوښتنې ځواب اسان دی.