د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ به د راتلونکې مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي. د مالوماتو له مخې دا به د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د نوموړي دویم بهرنی سفر وي، ځکه هغه ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به په ايټالیا کې د پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي. تر اوسه یادو درېیو هېوادونو ته د نوموړي د سفر اجنډا څرګنده نه ده. سعودي عربستان، قطر او متحده عربي امارات د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې له امریکا سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پالي.